سيمه او نړۍ

هندي ځواکونو د پاکستان ۳ پوله ساتي عسکر وژلي

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر وايي، هندي ځواکونو  د پاکستان سره په پوله کې  د کنټرول په کرښه کې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې په پایله کې ۳ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې هندوستان د کشمیر مسئلې ته د خلکو پام  بل لوري ته د اړولو په خاطر  د کنټرول په کرښه کې د پاکستاني ځواکونو  پر پوستو  برید کړی چې په پایله کې ۳ تنو پاکستاني پوله ساتو ژوند د لاسه ورکړ.

په بیان کې راغلي دي چې پاکستاني لوري هم  په هندي لوري ځوابي بریدونه شوي چې هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

Tags

ورته مطالب