خبرونهسلايډ

د پادپخ جگړه‌مارو په ننگرهار برېښنا پرې کړې

له پرون راهیسې د ننگرهار برېښنا پرې ده، د ننگرهار د برېښنا شرکت د مشر په وینا د ننگرهار د برېښنا مزي په پادپخ کې د جگړه‌مارو له لوري پرې شوي دي.

د ننگرهار د برېښنا شرکت مشر وحیدالله پوپلزي رسنیو ته ویلي چې زموږ تخنیکي ټيم چې د پرې شوي مزي سیمې ته ولاړ شي د جگړه‌مارو له لوري پرې ډزې کېږي او په دې نه توانېږي چې مزي جوړ کړي.

پوپلزی زیاته کړې چې د قومي مشرانو او سپین‌گیرو په منځگړیتوب له جگړه‌مارو سره خبرې روانې دي که چېرې خبرې نتیجې ته ورسېږي نو ښايي چې نن مزي جوړ شي.

د لغمان ولایت ویاند رسنیو سره د مزي د پرې کېدو خبره منلې او زیاته کړې یې ده چې مزي په دوو برخو کې پرې شوې ده.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *