خبرونهسلايډ

راتلونکي میاشت به مودي د غني کوربه وي

افغانستان تمه لري چې راتلونکي میاشت به ولسمشر اشرف غني د مودي کوربه وي او له هند څخه به د نورو وسلو مرسته تر لاسه کړي.

هندي رسنیو خبر ورکړی چې راتلونکي میاشت به مودي ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړي او له افغانستان سره د نوو وسلو د مرستو اعلان هم وکړي.

هندي رسنۍ زیاتوي چې د وسلو په نوو مرستو کې جنگي چورلکې، پوځي گاډي او نورې وسلې شاملې وي. هند تېره میاشت هم له افغانستان سره د څلورو جنگي چورلکو مرسته وکړه.

راپور زیاتوي چې هند افغانستان ته د نظامي مرستو په تړاو ډاډ ورکړی چې راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *