خبرونه

د فلوجې اوسېدونکي له لوږې څخه مړه کېږي

د بشر د حقوقو څارنې اداره راپور ورکوي چې د عراق د فلوجې د ښار اوسېدونکې د داعش او عراقي حکومت د محاصرې له کبله خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او د مرگ له گواښ سره مخ دي.

عراقي سرتېرې د فلوجې د نیولو په موخه د دې ښار ټولې لارې تړلي دي او د داعش ډله عام ولس ته د بهر وتلو اجازه نه ورکوي چې له امله یې ډېری انسانانو خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.

د بشر د حقوقو څارنې اداره وايي چې فلوجه کې د خوړو د کمښت له امله د توکو بیه يي ډېرې لوړې شوي دي او د دې سیمې اوسېدونکي مجبور دي چې د واخه خوړولو سره خپل ژوند ته بقا ورکړي.

د فلوجې اوسېدونکي وايي چې د یوې بوجۍ اوړو بیه اوسمهال ۷۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده چې همدغه اوړه بیا په بغداد کې په ۱۵ ډالر باندې پلورل او پېرودل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *