
افغانستان
امرخېل: یووالی او علم زموږ د هېواد تر ټولو لوی ځواک دی
ضیاءالحق امرخېل ویلي، که افغانان یو موټی وي، یو بل وزغمي، خپل نظرونه پر نورو تحمیل نه کړي او علم او زدهکړو ته په ریښتینې معنا ارزښت ورکړي، نو هېڅ هېواد به د افغانستان پر خاوره د تېري جرأت ونه کړي.
نوموړي د پاکستان له لوري پر افغانستان د تېرې شپې برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې پاکستان له افغانستان سره ژوره دښمني لري او دغه دښمني په بېلابېلو لارو پالي.
هغه زیاته کړې چې دا ډول ظالمانه بریدونه به د افغان ملت د کمزوري کېدو پر ځای لا ډېر یووالي ته لاره هواره کړي.
امرخېل ټینګار کړی: «ژوندی دې وي افغانستان!»