
یوه فرانسوۍ مېرمن، یاسمینه، چې شاوخوا دوه لسیزې وړاندې یې د مینې له امله اسلام قبول کړی او له یوه پاکستاني وګړي سره یې واده کړی و، له ۱۲ کلونو سختو کړاوونو وروسته د خپلې کورنۍ له بند څخه د خلاصون کیسه نړۍ ته رسولې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، یاسمینه په ۲۰۰۴ کال کې په اسټرالیا کې د خیبر پښتونخوا د باړې له یوه اوسېدونکي سره اشنا شوه. دواړو یو بل خوښ کړ، واده یې وکړ او مېرمنې اسلام هم قبول کړ.
راپورونه وایي، وروسته د هغې مېړه په اسټرالیا کې په جرمونو کې ښکېل شو او له هغې وروسته یې بریټانیا ته کډه وکړه، خو هلته هم د غیرقانوني فعالیتونو له امله له ستونزو سره مخ شو.
ویل کېږي چې په ۲۰۱۴ کال کې نوموړي خپلې مېرمنې او پنځه ماشومان د خپل پلار د مړینې په پلمه د خیبر پښتونخوا باړې سیمې ته بوتلل، خو هلته یې د بېرته ستنېدو اجازه ور نه کړه. د ادعا له مخې، هغه له خپلې مېرمنې غوښتنه کوله چې د فرانسې د استوګنې اسناد ورته برابر کړي، خو ځکه چې فرانسې هغه ته د استوګنې اجازه نه ورکوله، نو مېرمن او ماشومان یې کلونه په یوه کوټه کې بند وساتل.
د راپورونو له مخې، یاسمینه او د هغې پنځه ماشومان په دې موده کې له وهلو، ټکولو او سختو رواني او فزیکي فشارونو سره مخ وو.
ویل کېږي، یاسمینې په پټه خپله ټوله دردناکه کیسه ولیکله او دوه ورځې وړاندې یې خپل زلمی زوی له همدې لیکلې کیسې سره پولیسو ته ورواستاوه. زوی له امنیتي ځواکونو څخه غوښتنه وکړه چې د خدای لپاره دوی له دغه وضعیت څخه وژغوري.
د همدې غوښتنې له ترلاسه کېدو وروسته پولیسو عملیات ترسره کړل او یاسمینه یې له خپلو پنځو ماشومانو سره له هغه کور څخه وژغورله. د پېښې په تړاو د هغې مېړه هم نیول شوی او د قضیې پلټنې روانې دي.
دا پېښه د کورني تاوتریخوالي او جبري بند یوه زړه بوږنوونکې بېلګه بلل کېږي او د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه یې یو ځل بیا اندېښنې راپارولي دي.