
سيمه او نړۍ
هند د پاکستان پر افغان خاوره هوایي بریدونه په کلکه وغندل؛ سخت غبرګون یې وښود
احساس نیوز || ٨ چنګاښ ١٤۰۵ھ۔ش
هند د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د ترسره شوو هوایي بریدونو په کلکه غندنه کړې ده، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د نوي ډیلي په رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام د پاکستان ښکاره تېری دی او د افغانستان پر ملي حاکمیت مستقیم برید بلل کېږي، چې د سیمې سولې او ثبات ته جدي ګواښ پېښوي.
هند دا بریدونه د پاکستان د “بېپروا او تکراري چلند” برخه بللې، چې په وینا یې اسلاماباد هڅه کوي خپلې داخلي ستونزې د ګاونډیو هېوادونو پر خاوره د تاوتریخوالي له لارې پټې کړي.
په اعلامیه کې د وژل شوو افغان کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې، د ټپیانو د ژر روغتیا دعا شوې او ټینګار شوی چې هند د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا کلک ملاتړ کوي.