
نن ۲۹ د اګست د سيد قطب رحمه د اعدام او شهادت شپيته کليزه ده
عبدالحميد جلیلي
کله چې د نن څخه شپيته کاله وړاندې په همدې ورځ د سید قطب رحمهالله د اعدام شېبې راورسېدې او هغه یې د دار تختې پر لوري په داسې حال کې روان کړ چې لاسونه یې په ځنځیرونو تړلي وو، د مصر د قانون له مخې په دې وخت کې باید یو دیني عالم محکوم ته د شهادت د کلمې د ویلو تلقین وکړي.
همداسې وشول؛ ملا ورمخکې شو او سید قطب رحمهالله ته یې د کلمې د ویلو تلقین وکړ.
سید قطب رحمهالله په هغه حساسه شېبه کې داسې ځواب ورکړ چې د خلفای راشدینو له دورې وروسته یې تر قیامته د یوه تریخ حقیقت او واقعیت انځور وړاندې کړ.
هغه خپل په ځنځیر تړلي لاسونه پورته کړل، ملا یې په خوله وواهه او ورته یې وویل:
دا څرنګه کلمه ده چې زه پرې دار ته خېژم، او ته پرې د ځان روزي پیدا کوې؟!
قدرمنو وروڼو!
که دا خبره دومره درنه او له عبرته ډکه ده چي د امت تاريخي واقعيت نا ترسه انځور روښانه کوي.
زموږ په اسلامي تاریخ، او آن زموږ د خپل وطن په تاریخ کې هم ډېر ځله همدا تریخ حقیقت دی؛ له ځينو خلکو د کلمې دفاع په خاطر هدیرې ډکېږي، خو ځینې نور بیا له همدې کلمې او شعار څخه د دنیا د ګټې، شهرت او مقام تجارت جوړوي.
چا پرې ماڼۍ او کاروبارونه جوړ کړل، چا منصبونه تر لاسه کړل، چا په داخل او خارج کې کورونه واخیستل، او چا د دین په نوم د خپل شخصي ژوند د هوسونو لپاره هره دروازه پرانیسته.
او چا پري خپل بچي يتيمان کړل او خپلي ککري خاوري کړي.
ستره تراژیدي دا ده چې د دین په نوم د قربانۍ بار یو څوک وړي، او د هماغه دین په نوم د دنیا ګټې بل څوک ټولوي.
الله تعالی دې زموږ او ستاسو خاتمه په ایمان، اخلاص او حقه لار وکړي، او له دې څخه مو وساتي چې د دین په نوم د دنیا تجارت وکړو.
آمین یا رب العالمین.



