
د مکې دفاعي تړون؛ د سیمهییز امنیت د نوي جوړښت یوه هڅه
ذاکر جلالي
د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۷مه، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان په مکه مکرمه کې د مکې د مشترکې دفاع تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو برید ګڼل کېږي او درې واړه هېوادونه به د دفاعي همکاریو د پراختیا او د ګډ دفاعي مخنیوي یا Deterrence د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د تړون د لاسلیک څرنګوالی او د درېوو هېوادونو ترمنځ پخوانۍ دفاعي اړیکې ښيي چې دا اقدام باید یوازې د یوې ورځې له سیاسي پېښې سره تړلی ونه ګڼل شي. د سعودي، ترکیې او پاکستان ترمنځ په تېرو کلونو کې سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکې پراخې شوې دي. نوی تړون په همدې موجودو اړیکو باندې د دفاعي همکاریو د یوه ګډ چوکاټ د رامنځته کولو هڅه ده.
ولې اوس؟
د مکې تړون په داسې سیمهییز امنیتي چاپېریال کې لاسلیکېږي چې پر اسراییلي رژیم د ۲۰۲۳ د اکټوبر له اوومې له بريدونو راهیسې د منځني ختیځ امنیتي وضعیت له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی. د غزې جګړه، د ایران، امريکا او اسرائیل ترمنځ پوځي تاوتریخوالی، د خلیج پر هېوادونو د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو اندېښنې، د سره سمندر او بابالمندب امنیت او د سیمې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونو د امنیت موضوع لا مهمه کړې ده.
په همدې شرایطو کې یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا سیمهییز هېوادونه غواړي د خپل امنیت په برخه کې یوازې پر بهرنیو امنیتي شریکانو تکیه ونه کړي او خپل سیمهییز ظرفیتونه هم سره نږدې کړي او په اصطلاح له «سیمهییز مالکیت» څخه راټوکېدلی جوړښت رامنځ ته کړي؟
د مکې تړون د همدې پوښتنې په چوکاټ کې د بحث وړ دی.
ولې سعودي، ترکیه او پاکستان؟
د دې درېوو هېوادونو ځانګړتیا دا ده چې د دوی پوځي او اقتصادي ظرفیتونه تر یوه حده یو د بل بشپړوونکي دي.
سعودي عربستان د پام وړ اقتصادي او مالي ظرفیت، انرژي، ستراتیژیکې جغرافیې او په سیمه او نړۍ کې د پام وړ سیاسي وزن لرونکی هېواد دی.
ترکیه د لوی مسلکي پوځ ترڅنګ، د دفاعي صنعت په برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري. بېپیلوټه الوتکې، دفاعي ټکنالوژي، سمندري سیستمونه، توغندي او نور پوځي تجهیزات د ترکیې د دفاعي صنعت مهمې برخې دي.
پاکستان بیا لوی مسلکي پوځ، د پوځي عملیاتو اوږده تجربه، دفاعي تولیدي ظرفیت او اټومي وړتیا لري.
له همدې امله د تړون یو مهم اړخ یوازې د درېوو هېوادونو د پوځونو مجموعه نه ده، بلکې دا دی چې ایا د دغو بېلابېلو ظرفیتونو ترمنځ عملي همغږي رامنځته کېدای شي؟
د سعودي لپاره څه اهمیت لري؟
د سعودي عربستان لپاره د امنیتي همکاریو پراخول د امنیتي شریکانو د متنوع کولو له نظره مهم بلل کېدای شي.
سعودي له امریکا سره پراخې دفاعي او امنیتي اړیکې لري او د امریکايي وسلو، استخباراتي معلوماتو، هوايي دفاع او پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ له سیستمونو سره یې اړیکې ژورې دي. له همدې امله د مکې تړون د سعودي او امریکا د اړیکو د پای پر ځای، د سیمې له ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستو د سعودي د امنیتي همکاریو د پراخولو په توګه هم ګڼل کېدای شي.
په بل عبارت، موضوع ښايي متنوع کول وي، نه بدیل؛ یعنې د یوه امنیتي شریک بدلول نه، بلکې د امنیتي انتخابونو زیاتول اساسي هدف دی.
ترکیې ته څه ورکوي؟
د ترکیې لپاره سعودي عربستان د دفاعي صنعت، پانګونې او سیمهییز بازار له نظره مهم شریک دی.
ترکیې په وروستیو کلونو کې خپل دفاعي صنعت په چټکۍ پراخ کړی او د بېپیلوټه الوتکو، دفاعي سیستمونو، سمندري تجهیزاتو او نورو پوځي ټکنالوژیو په برخه کې یې صادرات زیات کړي دي.
د مکې تړون کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي صنعت، ټکنالوژۍ او ګډو پروژو د پراختیا لپاره لا پراخه زمینه برابره کړي.
پاکستان ته څه ورکوي؟
پاکستان ته د سعودي مالي او اقتصادي ظرفیت او د ترکیې له دفاعي صنعت سره نږدې همکاري مهم فرصتونه برابروي.
له بلې خوا، پاکستان د منځني ختیځ له امنیتي بحثونو سره د خپلې اړیکې له پراخولو سره کولای شي د سیمې په امنیتي تعاملاتو کې خپل رول هم پیاوړی کړي.
خو دلته یو مهم ټکی باید په پام کې ونیول شي او هغه دا چې د پاکستان اټومي وړتیا په خپله د سعودي لپاره په مستقیم ډول د اټومي چتر معنا نه لري. د مکې تړون په اړه تر اوسه داسې کوم رسمي اعلان نه دی شوی چې د یوه غړي د اټومي وړتیا د بل غړي لپاره په اتومات ډول د اټومي ضمانت معنا ولري.
ایا مکې تړون د ناټو په څېر دی؟
د مکې تړون او ناټو ترمنځ تر ټولو څرګند مشابهت د ګډې دفاع یا Collective Defense په اصل کې دی.
د مکې تړون وايي چې پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو برید ګڼل کېږي. د ناټو د پنځمې مادې اساسي منطق هم د یوه غړي پر خلاف وسلهوال برید د ټولو پر ضد برید ګڼل دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو د متقابل دفاع اصل له «تخنیکي پلوه» ورته بللی دی.
خو له دې ورته والي څخه دا نتیجه نه شي اخیستل کېدای چې مکې تړون اوس د ناټو په کچه یو سازمان دی.
ناټو د پخوانۍ ادارې، ګډې قوماندې، دایمي پوځي جوړښتونو، ګډو پلانونو، منظمو تمرینونو او پراخو عملیاتي تجربو لرونکی سازمان دی. د مکې تړون لا نوی دی او د هغه د عملي جوړښت، د ګډې قوماندې، دایمي ځواکونو او د دفاع د ژمنې د عملي کېدو د دقیقو میکانیزمونو په اړه عام معلومات محدود دي. تراوسه له ځینو عمومي معلوماتو پرته د تړون محتوا هم نه ده عامه شوې.
د چا پر خلاف؟
د تړون د تحلیل په برخه کې تر ټولو حساسه پوښتنه دا ده چې دا تړون د چا پر خلاف دی؟
د درېوو هېوادونو رسمي څرګندونو کې کوم مشخص هېواد د تړون د هدف په توګه نه دی یاد شوی. ترکیې په څرګند ډول ویلي چې تړون د کوم هېواد پر خلاف نه دی او د پاکستان له لوري هم د تړون پر دفاعي ماهیت ټینګار شوی دی.
خو دا په دې معنا نه ده چې د ایران او اسرائیل موضوع د تړون له سیمهییزې محاسبې څخه جلا ده. د ایران پرخلاف د امریکا او اسراییلو د جګړې پرمهال سعودي عربستان هم د ایران د توغندیزو بریدونو هدف وګرځېده.
سعودي عربستان د خلیج امنیت، د ایران توغندیز او بېپیلوټه ظرفیتونه، د یمن حوثیان او په سیمه کې د ایران له متحدو ډلو سره تړلې امنیتي اندېښنې لري.
له بلې خوا، د ترکیې او اسراییلو ترمنځ په وروستیو کلونو کې د سیمهییزو مسایلو پر سر اختلافات زیات شوي دي. پر ایران د امریکا او اسراییلو له برید وروسته د ترکیې او اسراییلو اړیکې هم په بېمخېینې ډول ترینګلې شوې دي. ځینو اسراییلي څېړونکو ترکیه «راتلونکی ایران» هم یاد کړی دی. پاکستان بیا له ایران سره ګډه پوله لري او په ځینو سیمهییزو موضوعاتو کې د اړیکو او منځګړیتوب ساتلو ته هم اړتیا لري.
نو د درېوو هېوادونو د ګواښونو په تصور یو ډول نه دی. دا توپیر د تړون د راتلونکي لپاره هم مهم دی. مګر يو شی واضح دي او هغه دا چې که له لوري پر دغو درېوو هېوادونو بريد کېږي، د مکې تړون به د مخنيويکوونکي يا Deterrence رول ولري.
د امریکا ځای څه دی؟
د مکې تړون یوه مهمه پوښتنه د امریکا د رول په اړه ده.
تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې سعودي، ترکیه یا پاکستان غواړي له امریکا سره خپلې امنیتي اړیکې پای ته ورسوي. برعکس، درې واړه هېوادونه له واشنګټن سره په بېلابېلو کچو امنیتي اړیکې لري.
له همدې امله مکې تړون ښايي د امریکا د ځای نیولو پر ځای د سیمهییزو هېوادونو د امنیتي مسؤولیت د زیاتولو هڅه وبلل شي.
پخوانی امنیتي تصور تر ډېره امریکامحوره و؛ یعنې امریکا د سیمې د امنیت په ډېرو مهمو معادلو کې مرکزي رول درلود، چې اوس داسې نښې ښکاري چې امریکا هم نور د پخواني رول د ادامې پلوی نه دی. د مکې تړون په څېر ترتیبات د دې احتمال مطرح کوي چې په راتلونکي کې به د سیمې هېوادونه د یو بل ترمنځ هم د امنیتي همکاریو افقي اړیکې زیاتې کړي.
دا بدلون که رامنځته شي، د امریکا د رول د ختمېدو په معنا نه دی؛ بلکې ښايي د رول د بڼې د بدلېدو معنا ولري.
د مکې تړون راتلونکی
د هر دفاعي تړون اصلي ارزښت د هغه په متن کې نه، بلکې د عملي کېدو په څرنګوالي کې څرګندېږي.
د مکې تړون راتلونکی تر ډېره په دې پورې تړلی دی چې درې هېوادونه به تر کومه حده د ګډو پوځي تمرینونو، استخباراتي معلوماتو شریکولو، د هوايي او توغندیزې دفاع په برخه کې همغږۍ، د دفاعي صنعتونو سره نښلولو، د قوماندې او ارتباطاتو سیستمونو همغږي کولو او د احتمالي بحران پر مهال ګډه سیاسي او پوځي پرېکړې په برخو کې لازمه همکاري وکړي.
که دا همکاري محدوده پاتې شي، تړون به تر ډېره د سیاسي او دفاعي همکاریو یو چوکاټ وي. که عملي همغږي ژوره شي، نو کولای شي د سیمې په امنیتي جوړښت کې محسوس بدلون رامنځته کړي.
افغانستان او د مکې تړون
د افغانستان حکومت د مکې تړون مخکښو غړو لکه سعودي او ترکیې سره مخ پر ودې اړیکې لري. له تېر اکټوبر راهیسې پاکستان سره د تاوتریخوالي د کچې په راټیټولو کې هم سعودي او ترکیې د نورو هېوادونو ترڅنګ رغنده رول لوبولی دی.
د اوس لپاره د افغانستان حکومت د متوازن سیاست د پاللو دریځ لري او هغه دا چې ټولو لوریو سره د اړیکو پراختیا غواړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ وضعیت هم که یو مخ عادي حالت ته نه دی راغلی، لږ تر لږه پخوانۍ پوځي او سیاسي ترینګلتیا هم نه ښکاري.
د افغانستان حکومت به تر ډېره هڅه وکړي چې د مکې تړون مخکښو غړو سره هم اړیکې پراخې کړي او پاکستان سره هم په مثبت ډول د ترینګلتیاوو د اواري او یا مدیریت دریځ وپالي. له دې زاویې د مکې تړون داسې جوړښت رامنځ ته کوي، چې د افغانستان حکومت یې مخکښو غړو سره واردمخه تعامل لري.
پایله
د مکې د دفاعي تړون لا ډېر نوی دی چې د هغه د اوږدمهاله پایلو په قطعي ډول ارزونه وشي. خو مهمه دا ده چې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د ګډ امنیت، دفاعي همکاریو او متقابل مخنیوي لپاره یو نوی درې اړخیز چوکاټ رامنځته کړی دی. رسمي اعلامیه هم د تړون موخه د ګډ امنیت پیاوړتیا، د هر ډول تېري پر وړاندې د ګډ مخنیوي تقویه او د دفاعي همکاریو پراختیا بولي.
له همدې امله، مکې تړون نه د ناټو بشپړه سیمهییزه نسخه ده، نه په رسمي ډول د کوم مشخص هېواد پر خلاف ائتلاف او نه هم د امریکا د امنیتي رول د سمدستي بدیل په توګه لیدل کېږي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا تړون ښايي د منځني ختیځ د امنیت د متنوع کېدو د یوه نوي پړاو نښه وي. داسې پړاو چې سیمهییز هېوادونه هڅه کوي د خپلو موجودو نړیوالو امنیتي اړیکو ترڅنګ، د یو بل له ظرفیتونو هم د خپل امنیت لپاره استفاده وکړي او د سیمې د امنیت د تامین په برخه کې په خپل مالکیت تدابیر ونیسي.
يادونه: پورته ليکنه د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ په نوښت جوړ شوي سیمینار ته وړاندې شوې ده.