
افغانستان
افغان ځواکونو په بغلان کې د شراو فساد دوه مهم غړي، شمس خرابات او قوماندان بابه وژلي
احساس نیوز || جمعه|| ٦ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
بغلان: حکومتي سرچینې احساس نیوز ته وایي، چې د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د چهارسایي کلي په سیمه کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د شر او فساد ډلې دوه مهم قوماندانان، شمس خرابات او قوماندان بابه وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه عملیات د جمعې په شپه ترسره شوي او دواړه کسان د سیمې د امنیت د خرابولو او وسلهوالو فعالیتونو په تړاو د حکومت له لوري مهم کسان بلل کېدل.
سرچینې زیاتوي، چې په عملیاتو کې د دغو دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ د هغوی د ډلې پر وړاندې هم عملیات ترسره شوي دي.
Follow Us
