
په خاران کې د وسلوالو بریدونو راپور؛ د بلوچستان امنیتي وضعیت ترینګلی شوی
احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د بلوچستان د خاران ولسوالۍ څخه د تازه نښتو او وسلوالو بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. سیمهییزې سرچینې وایي، د سېشنبې په شپه په خاران ښار او شاوخوا سیمو کې وسلوالو کسانو پر یو شمېر امنیتي مرکزونو بریدونه کړي او د ښار په بېلابېلو برخو کې ډزې او چاودنې شوې دي.
د راپورونو له مخې، وسلوالو په څو ځایونو کې امنیتي پوستې جوړې کړې او د موټرو تالاشي یې کوله. سرچینې وایي، د پولیسو پر ځینو مرکزونو د بریدونو پر مهال امنیتي کسان له سیمې وتلي او لږ تر لږه یوه پولیس موټر ته اور اچول شوی دی.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، درې پولیس هم د وسلوالو له لوري له ځان سره بیول شوي دي. په ورته مهال، د خاران په بېلابېلو سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د بلوچستان پوسټ د راپور له مخې، د سیمې چارواکو راتلونکې ۲۴ ساعته د بلوچستان لپاره ډېر حساس بللي او امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په رسمي ډول د خاران د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی او د پاکستان حکومت هم د پېښې د تلفاتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په وروستیو ورځو کې د وسلوالو بریدونو له زیاتېدو سره د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی بلل کېږي.