افغانستان

خیرخوا: «وزیرستانونه او قبایلي سیمې د افغانستان تاریخي برخه ده»

احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د افغانستان انټرنېشنل خبریال محبوب شاه محبوب په یوه تازه څرګندونه کې ویلي، چې وزیرستانونه، اورکزي، اپرېدي، مومند او باجوړ نور د افغانستان برخه نه دي او اوس د پاکستان تر واک لاندې دي.

د نوموړي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان لیکوال او شنونکي دوکتور لطف‌الله خیرخوا ویلي، چې د سیمو اوسنی سیاسي وضعیت د هغوی تاریخي هویت نه شي بدلولی.

خیرخوا په خپل غبرګون کې ټینګار کړی چې وزیرستانونه او د پښتنو قبایلي سیمې د افغانستان له تاریخي جغرافیې سره ژور تړاو لري او د افغانستان په تاریخ کې یې د پام وړ ونډه لرلې ده.

نوموړي ویلي، د وزیرستانونو، اورکزو، اپرېدو، مومندو او باجوړو د خلکو سرښندنې او مېړانه د افغانستان د تاریخ له مهمو برخو څخه ده او «د کاغذ پر مخ د پردیو له خوا راکاږل شوې کرښې» د دغو سیمو تاریخي هویت نه شي له منځه وړلی.

خیرخوا زیاته کړې، چې د افغانستان پر خاوره تېرې شوې کرښې د افغان ولس د تاریخي حافظې او هویت د بدلون لپاره کافي نه دي او هغه نسلونه چې د خپل وطن د ساتنې لپاره یې قربانۍ ورکړې، د دې تاریخ اصلي وارثان دي.

هغه په پای کې ویلي، چې د افغانستان تاریخي ټپونه به د وخت په تېرېدو رغېږي او د دې هېواد د جغرافیې او تاریخي هویت مسئله به د افغان ولس په حافظه کې ژوندۍ پاتې وي.

د محبوب شاه محبوب د څرګندونو او د لطف‌الله خیرخوا د غبرګون په اړه تر اوسه د افغانستان انټرنېشنل له لوري کومه اضافي څرګندونه نه ده خپره شوې.