افغانستان

شنونکی: د غني نوې څرګندونې د هغه پخوانۍ ادعا له پوښتنې سره مخ کوي

احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش یو شنونکی وایي، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نوې څرګندونې هغه پخوانۍ ادعا تر جدي پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې نوموړي د جګړې د مخنیوي او د وینې تویېدو د نه غوښتلو له امله افغانستان پرېښود. د شنونکي په باور، که د غني د فرانسوي «ارته» رسنۍ په مستند کې شوې څرګندونې په پام کې ونیول شي، نو داسې ښکاري چې نوموړی د طالبانو د کابل ته د داخلېدو او د ارګ د محاصرې په اړه له بشپړ چمتووالي او معلوماتو پرته له هېواده وتلی و. غني ویلي چې طالبانو د خپلو ژمنو خلاف کابل ته داخل شول، ارګ محاصره شو او نوموړي ته یوازې دوه دقیقې وخت ورکړل شو چې له ارګه ووځي. هغه ادعا کړې چې که په ارګ کې پاتې شوی وای، نیول کېده، شکنجه کېده او ښايي اړ شوی وای چې د طالبانو واک ته رسېدل مشروع اعلان کړي. شنونکی وایي، د غني دا روایت له هغې ادعا سره په څرګند ډول توپیر لري چې نوموړي له افغانستان څخه د وتلو لپاره د جګړې د نه غوښتلو او د افغانانو د وینې د ژغورلو دلیل وړاندې کړی و. د شنونکي په وینا، که ارګ واقعاً محاصره شوی و او غني یوازې دوه دقیقې د وتلو لپاره وخت درلود، نو دا پوښتنه مطرح کېږي چې ایا د نوموړي وتل د یوې مخکېنۍ سیاسي پرېکړې پایله وه، که د طالبانو د ناڅاپي پرمختګ او محاصرې له امله په بیړني ډول ترسره شول. د اشرف غني دغه نوې څرګندونې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې د پېښو، د واک د انتقال او له افغانستان څخه د نوموړي د وتلو په اړه پخوانۍ روایتونه یو ځل بیا د بحث موضوع ګرځوي.