
افغانستان
محبوب شاه: ډیورنډ منل شوې کرښه ده، پښتونخوا د افغانستان برخه نه ده
احساس نیوز || چهار شنبه|| ٤ وږی ١٤۰۵ھ۔ش
د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې د فرهنګي برخې مشر، محبوب شاه، په یوه ویډیويي څرګندونو کې د ډیورنډ کرښې او پښتونخوا په اړه جنجالي دریځ څرګند کړی دی.
محبوب شاه په ویډیو کې وايي: «ډیورنډ منل شوې کرښه ده، پښتونخوا د افغانستان برخه نه ده، په افغانانو پورې اړه نه لري؛ زه یې نه منم او نه ارزښت راته لري.»
د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ډیورنډ کرښې موضوع له تاریخي او سیاسي پلوه د افغانستان له تر ټولو حساسو مسئلو څخه ګڼل کېږي او د افغانانو ترمنځ پرې پراخ بحثونه روان دي.
د محبوب شاه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راپارولي او د هغه د دې دریځ په اړه بېلابېل نظرونه مطرح شوي دي.
Follow Us