افغانستان

جمال‌الدین حکمتیار: پاکستان غواړي افغانستان ددوئ لاسپوڅی وي

احساس نیوز || شنبه|| ٣١ زمری ١٤۰۵ھ۔ش

د ګلبدین حکمتیار زوی، جمال‌الدین حکمتیار، وايي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي د پخوانۍ بریتانوي پالیسۍ دوام دی.

نوموړی ادعا کوي چې پاکستان غواړي د افغانستان پر بهرنۍ او سوداګریزه پالیسۍ کنټرول ولري، له هند او نورو هېوادونو سره یې اړیکې محدودې کړي او افغان حکومتونه تر خپل فشار لاندې وساتي.

جمال‌الدین حکمتیار وايي، پاکستان له افغان کډوالو څخه هم د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي او غواړي د افغانستان اړیکې له نړۍ سره تر ډېره د پاکستان له لارې وي.