روغتيا

قهوه د نس د اضافي غوړو په کمولو کې مرسته کولی شي

احساس نیوز || جمعه مبارک|| ٣٠ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د نس او ملا شاوخوا راټولې شوې اضافي وازدې یوازې د ښکلا ستونزه نه ده، بلکې د روغتیا لپاره هم خطرناکې ګڼل کېږي. د دغو غوړو زیاتوالی د زړه ناروغۍ، دویم ډول شکر او نورو روغتیايي ستونزو خطر لوړولی شي.

د فنلنډ د اولو پوهنتون یوې څېړنې موندلې چې د قهوې څښل د بدن د غوړو له کمښت سره تړاو لري، په ځانګړي ډول د نس شاوخوا د اضافي غوړو په برخه کې.

په دې څېړنه کې ۲۲۶۴ کسان شامل وو چې عمرونه یې شاوخوا ۴۶ کاله وو. څېړونکو د هغوی د قهوې څښلو عادتونه او پر روغتیا یې اغېزې وڅېړلې.

د څېړنې پایلو ښودلې چې هغه کسان چې په منظم ډول قهوه څښي، د هغو کسانو په پرتله یې د نس او ټول بدن د غوړو کچه کمه وه چې قهوه نه څښي.

څېړونکي وایي، قهوه ښايي په بدن کې د میتابولیزم په ښه فعالیت او د انسولین د مقاومت په کمولو کې هم رول ولري. په نارینه‌وو کې د قهوې له څښلو سره د وینې د ګلوکوز او انسولین د کچې په توازن کې هم مثبتې نښې لیدل شوې دي.

خو څېړونکي ټینګار کوي چې یوازې قهوه د نس غوړ نه شي له منځه وړلی. د اضافي وزن او د نس د غوړو د کمولو لپاره سالم خواړه، منظم ورزش، کافي خوب او د ژوند د سالمې طریقې مراعتول ډېر مهم دي.

د دې څېړنې پایلې د اروپايي تغذیې په ژورنال کې خپرې شوې دي.