
ترکیه سوریې ته د درنو وسلو لېږد زیات کړی؛ پر اسرائیلو د احتمالي برید اوازې
احساس نیوز || جمعه مبارک|| ٣٠ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
ترکیه سوریې ته د درنو وسلو لېږد زیات کړی؛ پر اسرائیلو د احتمالي برید اوازې
برید! د رسنیو له لوري په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ترکیې په وروستیو څو شپو کې سوریې ته د درنو وسلو او پوځي تجهیزاتو لېږد زیات کړی دی.
ځینې رسنۍ ادعا کوي چې ترکیه ښايي د سوریې له خاورې پر اسرائیلي اهدافو د برید لپاره چمتووالی ونیسي او حتی د اسرائیلي جنګي الوتکو د ناستې پر ځایونو د احتمالي برید خبره هم شوې ده.
د راپورونو له مخې، د سوریې په خاوره کې د ترکیې پر پوځي اډو له بریدونو وروسته انقره په غوسه ده او ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو غچ به واخلي.
بل لور ته، ځینې غربي رسنۍ وایي چې امریکایي چارواکو اسرائیلو ته د ترکیې د احتمالي غچ اخیستونکي عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی؛ خو تر اوسه د احتمالي هدفونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
ترکیې همداراز ویلي چې که ناټو د خپلو غړو د امنیت په برخه کې مرسته ونه کړي، انقره ښايي له دې ائتلاف سره د خپلو اړیکو په اړه جدي پرېکړه وکړي.
تر اوسه د ترکیې له لوري پر اسرائیلو د مستقیم برید رسمي تایید نه دی شوی او د راپورونو کره والی لا هم په بشپړه توګه نه دی تایید شوی.