
د اردوغان سخت خبرداری؛ د ترکیې او اسرائیلو د مخامخ جګړې وېره
احساس نیوز || ٢٨ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې د ادلب په ابوظهور هوايي اډه د اسرائیلو د برید په غبرګون کې سخت دریځ څرګند کړی دی.
اسرائیلي الوتکو د اګست پر ۱۸مه د ادلب په ابوظهور هوايي اډه لږ تر لږه اته بریدونه کړي، چې له امله یې د اډې د ځغاستلیک او ځینو تاسیساتو ته زیان اوښتی، خو د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. اسرائیل ادعا کوي چې برید یې د سوریې په دې اډه کې د ترکیې د احتمالي پوځي حضور د مخنیوي لپاره کړی دی.
د راپورونو له مخې، د دغې پېښې له امله د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ لا زیات شوی او انقرې د اسرائیلو اقدام غندلی دی. امریکا هم دغه برید «غیرضروري ترینګلتیا» بللې ده.
که د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ مستقیم پوځي تقابل رامنځته شي، د سیمې امنیتي وضعیت به له جدي بدلون سره مخ شي؛ خو دا مهال د ترکیې له لوري پر اسرائیلو د مستقیم برید د پرېکړې په اړه کره رسمي اعلان نه دی شوی.
د جګړې د احتمالي پایلو په اړه هر ډول پرېکنده اټکل لا له وخته دی، ځکه د دواړو هېوادونو پوځي وړتیاوې، متحدین او د ناټو اړوند وضعیت به په احتمالي شخړه کې مهم رول ولري.


