سيمه او نړۍ

د سعودي په درسي نصاب کې د فلسطین، بیت‌المقدس او اسرائیلو اړوند بدلونونه

احساس نیوز || ٢٦ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د نصاب د څارونکو بنسټونو د راپورونو له مخې، سعودي عربستان د خپلو ښوونیزو کتابونو په محتوا کې د فلسطین، بیت‌المقدس، اسرائیلو او یهودانو په اړه یو لړ بدلونونه راوستي دي. د «امپکت‌سي» د ۲۰۲۶ کال د جولای راپور کې، چې د ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کلونو پورې یې ۱۳۶ درسي کتابونه څېړلي، ویل شوي چې په ځینو کتابونو کې د «فلسطین» نوم له نقشو لرې شوی او د «مسلمانان به هېڅکله بیت‌المقدس پرېنږدي» عبارت هم حذف شوی دی.

راپور زیاتوي چې د یهودانو او نورو دینونو په اړه ځینې حساس حدیثونه او مطالب هم له درسي کتابونو لرې یا بدل شوي دي؛ په دې بدلونونو کې د یهودانو او مسلمانانو ترمنځ د اخرت د جګړې اړوند یو حدیث، د یهودانو د دوزخ په اړه د اووم ټولګي یو مطلب او هغه عبارتونه شامل دي چې یهودیت، مسیحیت او زردشتیزم یې ناسم دینونه بلل.

دا بدلونونه د سعودي عربستان د «۲۰۳۰ لیدلوري» په چوکاټ کې د ښوونیز نظام د اصلاحاتو یوه برخه بلل کېږي، چې موخه یې د زده‌کوونکو ترمنځ د ګډ ژوند، زغم او انتقادي فکر پیاوړتیا ښودل شوې ده. د نصاب څارونکي بیا وايي چې په ځینو کتابونو کې لا هم د اسرائیلو د اشغال په اړه اصطلاحات کارول کېږي او د اسرائیلو نوم په ټولو تعلیمي نقشو کې نه دی شامل شوی.

د راپورونو له مخې، دغه بدلونونه دا پوښتنه هم راپورته کوي چې ایا ریاض له اسرائیلو سره د اړیکو عادي کولو لپاره د ټولنې د چمتو کولو په موخه خپل ښوونیز نصاب بدلوي که نه.

ورته مطالب