
افغانستان
جمعهخان فاتح امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو
احساس نیوز || ٢٥ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د بدخشان د نسي ولسوالۍ اړوند سرچینې وایي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د مقاومت کوونکي قوماندان جمعهخان فاتح د تسلیمېدو پرېکړه کړې او له قاري فصیحالدین فطرت سره تر مذاکراتو وروسته یې د تسلیمۍ هوکړه کړې ده.
سرچینې وایي، د جمعهخان فاتح او د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ خبرې شوې او نوموړی به خپل وسلې کېږدي او چارواکو ته به تسلیم شي.
تر دې دمه د اسلامي امارت رسمي سرچینو د جمعهخان فاتح د تسلیمېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ له همدې امله د نوموړي د تسلیمۍ وروستی وضعیت لا په رسمي ډول نه دی تایید شوی.
Follow Us



