
سيمه او نړۍ
د سعودي پر کښتۍ برید؛ د درېاړخیز دفاعي تړون عملي ازموینه
احساس نیوز || ٢٧ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د راپورونو له مخې، حوثیانو په بابالمندب کې پر یوې سعودي اړوندې کښتۍ برید کړی او د کښتۍ د ویجاړېدو ادعا یې کړې ده. دا برید په داسې مهال کېږي چې سعودي، پاکستان او ترکیې تازه د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یې پر هر یوه هېواد وسلهوال برید د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.
د حوثیانو له لوري د سعودي پر اړوندو سمندري اهدافو د بریدونو له زیاتېدو سره، اوس پوښتنه دا ده چې د «هر برید پر ټولو برید دی» اصل به په عملي ډګر کې څنګه تطبیقېږي. که تړون یوازې تر کاغذي ژمنو محدود پاتې شي او د سعودي د دفاع لپاره د پاکستان او ترکیې عملي اقدام ونه لیدل شي، نو د دغه تړون د اغېزمنتیا په اړه به جدي پوښتنې راپورته شي.
Follow Us