
د شر او فساد ډلو خپلمنځي اختلافات د ایاېسای په لاس تر وژنو ورسېدل
احساس نیوز || ٢٥ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
احساس نیوز ته رسېدلي کره معلومات ښيي چې د جمهوریت پر مهال د کندهار ښار د دویمې حوزې امر او اوسمهال د شر او فساد ډلې غړی، #حضرتالله چې په «حاجي ورور» مشهور و، د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا وژل شوی دی.
احساس نیوز ته په لاس ورغلي یوه غږیز پیغام کې ادعا شوې چې نوموړی د شر او فساد ډلې د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شوی او د دغې ډلې د مشرانو په لارښوونه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ایاېسای) په لاس وژل شوی دی.
بل غږیز پیغام کې، چې د وژل شوي حضرتالله اړوند بلل کېږي، نوموړي د خپل احتمالي وژل کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ایاېسای لاس لرلو احتمال یې یاد کړی و.
د یادونې وړ ده چې احساس نیوز تر دې وړاندې هم په #بلوچستان او کوټه کې د #افغان حکومت د مخالفو شر او فساد ډلو ترمنځ د جدي خپلمنځي اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره کړي او د ایاېسای له لوري د دغو ډلو د ناراضي غړو د احتمالي وژلو په اړه یې معلومات شریک کړي دي.
#شراوفساد