
د زېلېنسکي د سولې وړاندیز
وکیل احمد
زېلېنسکي امریکا ته د سولې رسمي وړاندیزونه استولي دي. درې کاله یې دریځ ډېر روښانه و: له پوتین سره به هېڅ مذاکرات نه کېږي، هېڅ ډول ځمکنۍ امتیاز به نه ورکول کېږي، او تر هغه چې روسي ځواکونه په بشپړه توګه له اوکراین څخه ونه وځي، اوربند به نه کېږي. د اوکراین دریځ دا و چې جګړه به کوي او بریا به ترلاسه کوي. خو اوس هماغه زېلېنسکي د سولې وړاندیزونه وړاندې کوي. پوښتنه دا ده چې بالاخره څه بدل شوي؟
اصلي بدلون د جګړې په میدان کې راغلی دی. اوکراین لویې سیمې له لاسه ورکړې دي، د لوېدیځ پوځي مرستو سرعت کم شوی او د ټرمپ له راتګ وروسته د امریکا سیاسي ژمنتیا هم د پخوا په څېر نه ده پاتې شوې. زېلېنسکي دې پایلې ته رسېدلی چې که جګړه همداسې دوام وکړي، راتلونکی ژمی د اوکراین لپاره ډېر ستونزمن کېدای شي. نو اوس یوازې دا مهمه نه ده چې اوکراین څه غواړي؛ بلکې مهمه دا ده چې په حقیقت کې څه ترلاسه کولی شي.
بله مهمه خبره دا ده چې د سولې وړاندیزونه مستقیم مسکو ته نه، بلکې واشنګټن ته استول کېږي. دا یو مهم پیغام دی. اوکراین پوهېږي چې له روسیې سره هر ډول تړون د امریکا له ضمانت پرته کمزوری کېدای شي، ځکه که امریکا سبا له اوکراین څخه ملاتړ ونه کړي، له روسیې سره شوی تړون ښايي یوازې د کاغذ پر یوه ټوټه بدل شي.
له بلې خوا، د روسیې په اساسي غوښتنو کې کوم لوی بدلون نه ښکاري. روسیه غواړي پر هغو سیمو خپل کنټرول وساتي چې نیولي یې دي او همدارنګه غواړي چې ناټو نور ختیځ لوري ته پراخه نه شي. یعنې روسیه یوازې د اوکراین د ځمکې مسئله نه مطرح کوي، بلکې غواړي د ټول اروپایي امنیتي نظام بڼه هم بدله کړي.
بیا د جګړې د میدان واقعیت هم شته. روسیې په دې وروستیو کې په ځینو برخو کې مهم پرمختګونه کړي دي او که روسي ځواکونه تر اودیسا پورې ورسېږي، وضعیت به ډېر خطرناک شي. اودیسا د اوکراین لپاره یوازې یو ښار نه دی، بلکې تور سمندرګي ته د اوکراین له مهمو لارو څخه دی. که اوکراین اودیسا هم له لاسه ورکړي، د سمندر له لارې یې لاسرسی به ډېر محدود شي او اقتصادي او دفاعي وضعیت به یې نور هم ستونزمن شي.
ښايي همدا واقعیت زېلېنسکي دې ته اړ کړی وي چې د مذاکراتو پر لور حرکت وکړي. خو دلته بله پوښتنه هم پیدا کېږي: که اوکراین اوس شاتګ وکړي، ایا روسیه به یوازې د اوکراین په ځینو نورو سیمو کې پاتې شي، که له دې بریا څخه به د اروپا پر وړاندې د خپلو شرایطو د منلو لپاره هم استفاده وکړي؟
که امریکا شاته شي، اروپا یوازې د روسیې مقابله ونه شي کړای او د ناټو سیاسي یووالی کمزوری شي، نو د اروپا وضعیت به ډېر بدل شي. په دې حالت کې د روسیې بریا به یوازې د اوکراین ماتې نه وي، بلکې ښايي په اروپا کې د ځواک ټول توازن هم بدل کړي.
او ښايي د دې جګړې تر ټولو لویه پایله همدا وي. نړۍ داسې یوه نظام ته روانه ده چې یوازې یوه ځواک به د ټولې نړۍ پرېکړې نه کوي. امریکا، چین، روسیه او نور ستر ځواکونه د خپلو ګټو له مخې مخ ته راځي او د نړۍ د ځواک توازن د بدلون په حال کې دی.
زما په اند، څو قطبي نړۍ (Multipolar World) نور یوازې یوه نظریه نه ده؛ بلکې په تدریجي ډول په یوه واقعیت بدلېږي.



