اسلامسلايډ

د بایبل له مخې فرعون په اوبو کې نه دی ډوب شوی

وکیل احمد
د یهودانو د عقیدې له مخې د فرعون ټول لښکر په اوبو کې ډوب شو، خو فرعون پخپله د اوبو پر غاړه ولاړ پاتې شو او ژوندی او روغ خپل ماڼۍ ته ستون شو. وروسته هغه په طبیعي مرګ مړ شو.
په عهدنامه قدیمه او عهدنامه جدید کې هېڅ داسې ځای نشته چې په څرګند ډول پکې د فرعون د ډوبېدو خبر ورکړل شوی وي، په داسې حال کې چې قرآن د دې خلاف بیان کوي.

په سورة یونس، آیتونو ۹۰ تر ۹۲ کې راغلي چې فرعون په اوبو کې ډوب شو، او الله تعالی د هغه جسد وساته.
له همدې امله د بایبل او قرآن ترمنځ د دې موضوع په اړه اختلاف مطرح شوی. یهودي عالمانو اعتراض کاوه چې که قرآن وايي د فرعون جسد به وساتل شي، نو هغه جسد چیرته دی؟
په ۱۸۹۸ کال کې د مصر د لرغونپوهنې ادارې د کیندنو پر مهال د یوه فرعون مومي وموندله. په لومړیو کې لا دا روښانه نه وه چې دا د کوم فرعون جسد دی. تر ۱۹۳۵ کال پورې د څېړنو له لارې دا نتیجه ترلاسه شوه چې دا د مصر د وروستیو فرعونانو له ډلې د یوه فرعون جسد دی، خو دا لا په یقیني ډول نه وه معلومه چې هغه څنګه مړ شوی و.
په ۱۹۵۲ کال کې د حضرت موسیٰ علیه السلام په اړه په مشهوره فلم The Ten Commandments کې هم فرعون داسې ښودل شوی چې له سمندر څخه ژوندی خپل ماڼۍ ته ستنېږي.
په ۱۹۸۴ کال کې د فرعون په پښو کې د فنګس ستونزه پیدا شوه او د مصر حکومت پرېکړه وکړه چې مومي د درملنې او څېړنې لپاره فرانسې ته ولېږدوي. ویل کېږي چې د فرعون لپاره رسمي پاسپورټ هم جوړ شو او په فرانسه کې ورته رسمي تشریفات ترسره شول.
د فرانسوي ډاکټرانو یوې ډلې، چې مشري یې ډاکټر موریس بوکای کوله، د مومي معاینه پیل کړه. ډاکټر موریس بوکای د مومي په دننه کې د سمندري مالګې نښې ولیدې او له دې موضوع څخه ډېر اغېزمن شو.
وروسته هغه د قرآن د آیتونو د لا ښه پوهېدو لپاره د عربي ژبې او اسلامي سرچینو مطالعه وکړه او په ۱۹۹۰ کال کې یې مشهور کتاب «The Bible, The Qur’an and Science» خپور کړ. په دې کتاب کې هغه د بایبل او قرآن د علمي او تاریخي بیانونو ترمنځ پرتله کوي.

قرآن کریم فرمایي:
«سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ»
ژباړه: «ژر به موږ هغوی ته خپلې نښې په افقونو او د هغوی په خپلو نفسونو کې وښیو، تر دې چې هغوی ته به څرګنده شي چې همدا حق دی.»
(فصلت: ۵۳)
انسان باید پوه شي چې د قرآن د ټولو آیتونو بشپړ حقیقت او ژوره معنا په یوه وخت کې درک کول د انسان له وسې پورته دي. ځینې معناوې د وخت په تېرېدو او د علم په پرمختګ سره لا روښانه کېږي، او کېدای شي د قرآن د نورو آیتونو د معنا په اړه هم په راتلونکي کې لا ډېرې پوهې ترلاسه شي.