
احساس نیوز || ١٥ زمری ١٤۰۵ھ۔ش
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې افغانان د پاکستان وروڼه او خویندې دي او اسلاماباد له افغانستان سره د جګړې هېڅ اراده نه لري.
اندرابي ادعا کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي اصلي لامل د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان موضوع ده. د هغه په وینا، پاکستان باور لري چې د اسلامي امارت له لوري د دغې ډلې ملاتړ کېږي، هغه ادعا چې اسلامي امارت یې تر دې وړاندې څو ځله رد کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي امارت د ویاند، ذبیح الله مجاهد، د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغان حکومت باید د ټي ټي پي او له پاکستان سره د ښو اړیکو ترمنځ انتخاب وکړي.
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد، هم ویلي وو چې افغانستان له پاکستان سره جګړه نه غواړي او اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.



