
امارت کې ستونزې شته، خو بدیل نه لري
لیکنه: جمال الدین حکمتیار
د غربيانو د توپ ټانک، بمبارد او ډالرو په زور تمويل او قايم شوى جمهوريت د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره هممهال له منځه لاړى.
اوس د ام. ا. رت واکمني راغلې. ستونزې او نيمګړتياوې ښه ډېري لري، مګر بديل يې تر اوسه نه تر سترګو کيږى.
که بديل يې راځي، نو د غربيانو او مداخلګرو شريرو هېوادونو په مرسته به کوم ګوډاګى نظام پر افغانانو تحميلوي.
د همغه شمالي ټلوالې او غرب پالو نوى نسل به پر افغانانو تحميلوي، نوې څېرې به وي، مګر عملکرد به يې د پخوا په څېر؛ چور چپاول، غصب، رشوت خوري، پر بهرنيانو اتکاﺀ، تعصب، تفرقه اندازي، د تجزيې هڅې، پر هويت شخړې، نمايشي کارونه، د بې حيايي ترويج، کورني جنګ ته زمينه سازي، وغيره وغيره.
په افغانستان کي سل سلنه بهترين نظام به په سلو کلونو کي هم رامنځته نشي، هر نظام به خپلې ښېګڼې او بدۍ لري.
له ټولو نيمګړتياو او ستونزو سره، د ام. ا. رت نظام نسبتاً د نورو سياسي او نظامي ډلو له خيالي نظامونو بهتر دى.
له ام. ار. ت پرته، يو سياسي ګوند هم په يواځي ځان په يوه ولايت کي هم د يوه ښه او مثالي نظام د ماډل پر وړاندي کولو او هغه کي د امن او اجتماعي عدالت تأمين او د آبادۍ بنسټيزو پروژو پر پلي کولو قادر ندى، د ټول افغانستان د مديريت خبره خو آخوا پرېږدئ.
که د تنظيمي تعصب، شخصي ګټو، او ړوند متعصب قضاوت له دائرې راووځئ، او د افغانستان شاوخوا جيوپوليتيک تحولاتو په رڼا کي منصفانه، ملي، انساني، اخلاقي او آزاد قضاوت وکړئ، نو دا به درته څرګنده شي چي د ټولو شته ستونزو او نيمګړتياو باوجود د ام.ا. ر. ت له نظام ملاتړ کول او پر ضد يې له هر رنګه نظامي او تبليغاتي محاذ نيولو څخه ډډه کول او جنګ غوښتونکو او تفرقه اندازو ته د رد ځواب ويل د هېواد او ملت په ګټه دى.



