سيمه او نړۍ

د شهباز شریف د سویس سفر لغوه شو

احساس نیوز || ٢٨ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش

د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې سند له لیرې (ریموټ) لاسلیک کېدو وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پلان شوی سفر سویس ته لغوه شوی دی. د راپورونو له مخې، شهباز شریف ټاکل شوې وه نن سویس ته ولاړ شي او د امریکا ـ ایران د هوکړې اړوند لومړنیو غونډو کې ګډون وکړي، خو سفر یې په وروستۍ شېبه کې لغوه شو.

د پاکستان په پارلمان کې ځینو وکیلانو د دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، شهباز شریف دې د بهرنیو غونډو پر ځای لومړی له خپل ملت سره سوله او تفاهم رامنځته کړي. هغوی زیاته کړې چې پاکستان د اقتصادي او سیاسي ستونزو ترڅنګ له کورنیو کړکېچونو سره مخ دی او حکومت باید خپلې پاملرنې کورنیو مسایلو ته واړوي.

د یادونې وړ ده چې د راپورونو له مخې، شهباز شریف سویس ته د سفر لپاره د ویزې غوښتنه هم سپارلې وه، خو ویل کېږي چې دغه سفر د امریکا په غوښتنه لغوه شوی دی. په داسې حال کې چې د پاکستان لوړپوړي ډیپلوماټان، د دولتي ټلویزیون ټیمونه او یو شمېر خبریالان لا له وړاندې جنیوا ته رسېدلي وو.