
خر له باره ولوېدی خو له باده نه!
هاشم شاهین
نن د G7 غونډي په څنډه کي د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د لیدني پر مهال ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته په خبرو کي په ډېر پاروونکي انداز وویل: “که زما دا تفاهم لیک MOU خوښ نه سو نو د هغوی (یعني ایرانیانو) پر سرونو به بمونه وغورځوم.”
ټرمپ د ایران د اټومي تړون برجام یا Joint Comprehensive Plan of Action – JCPOA په اړه هم وویل: “ایرانیان پر احمق اوباما خاندي.”
د دې سپکو، بې محله او نامناسبو څرگندونو پر مهال جنرال سیسي په ډېره بې پروایي خوله وازه نیولې وه او خندل ئې!
بلخوا بیا د سیاسي چارو نړئوال شنونکي د امریکا – ایران تر منځ اوسنی تړون له اوباما سره تر ترسره سوي تړون ډېر بد او د امریکایي لوري په تنازل حسابي؛ ځکه هلته هم ایران د اټومي سلاوو د نه جوړولو وعده کړې وه او اوس هم؛ دې جگړي جوته کړه چي د ایران تر اټوم د هغوی توغندییز سیسټم ډېر پېچلی او خطرناک دئ او په یاد تړون کي ئې د مهار کولو اصلاً یادونه نسته. پر دې سربېره ایران گڼ شمېر امتیازات ترلاسه کړل.