
افغانستان
استاد حبیب الله رفیع له کاناډا خپل هېواد ته راستون شو
احساس نیوز || ٢٦ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د پښتو ژبې نوموتی لیکوال، ژبپوه، تاریخپوه او څېړونکی، استاد حبیب الله رفیع نن سهار له کاناډا څخه خپل ګران هېواد افغانستان ته راستون شو.
استاد رفیع د پښتو ادب او فرهنګ له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي، چې د شعر، تاریخ، ژبپوهنې او فولکلور په برخو کې یې لسګونه ارزښتناک اثار لیکلي او د هېواد د علمي او فرهنګي ودې لپاره یې اوږدمهاله خدمتونه ترسره کړي دي.
د نوموړي بېرته راستنېدل د هېواد د فرهنګي او ادبي کړیو له لوري د خوښۍ وړ خبر بلل شوی او تمه کېږي چې د هغه علمي تجربې به د پښتو ژبې او ادب د لا پیاوړتیا لپاره اغېزناک رول ولوبوي.