
احساس نیوز || ٢٦ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکزونو د جوړېدونکې سیمهییزې غونډې ګډونوال کابل ته رسېدلي دي. دغه غونډه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربتوب جوړه شوې او ټاکل شوې چې په نږدې شېبو کې د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي، په وینا سره په رسمي ډول پیل شي.
په دې ناسته کې د افغانستان ترڅنګ د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړوونکي ګډون لري. ګډونوال به د سیمهییز اتصال، امنیت او ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو اړوند پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره کړي.
د چارواکو په وینا، د کابل دغه سیمهییزه ناسته د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي او تمه ده چې د سیمې د تلپاتې ثبات، متقابلو ګټو او ګډې هوساینې لپاره د نویو همکاریزو فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي.