ادبسلايډ

باران په مچلغووشو، خره يې دکلالګو يووړل

مچلغو دپکتیا ولایت د سید کرم په ولسوالۍ کې يوه سيمه ده او کلالګو دزرمت ولسوالۍ په لويديځه برخه کې یو لوی او ښکلی کلی دی، د زرمت په منځ کې چې کوم رود تېريږي، د سید کرم او مچلغو له شاوخوا سيمو سرچينه اخلي او ددې سيمو او به زرملي ته ځي.

وايي يو وخت په مچلغو سخت باران ورېدلی و، خو په زرمت او کلالګو کې اسمان شین و او باران نه و ورېدلی، خو د مچلغو دباران له امله لوی سیلاب راغلی و او دکلالګو ځمکې باغونه او څاوري يې وړي ول، دمچلغو باران زرمت او کلالګو ته زیات زیانونه واړول

هغه وخت د امتل وشو، چې وايي:

باران په مچلغو و شو، خره يې د کلالګو يووړل.

(د متلونو کیسې، علم ګل سحر)

ـــــ

که تاسې ته هم د خپلې سيمې د متل کیسه ياده وي راته ويې لیکئ!