سيمه او نړۍ

لاهور کې ۱۸ کلنه نجلۍ تر ادعا شوي ډله‌ییز جنسي تېري وروسته مړه شوه

احساس نیوز || ١٥ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش

د پاکستان د لاهور ښار پولیسو د عایشې په نوم د یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د مړینې قضیه ثبت کړې ده. د پولیسو د معلوماتو له مخې، نوموړې چې په یوه کور کې یې کار کاوه، تر ادعا شوي ډله‌ییز جنسي تېري وروسته امیندواره شوې وه او د جنین د سقط له امله له روغتیايي ستونزو سره مخ شوې وه. عایشه د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې وه، خو تر څو ورځو درملنې وروسته یې ساه ورکړه.

پولیسو ویلي چې د قضیې پلټنې د لاهور تحقیقاتي څانګې ته سپارل شوې او یو شکمن کس نیول شوی دی. د قربانۍ پلار ادعا کړې چې لور یې تر فشار لاندې خپل لومړنی بیان بدل کړی و. چارواکي وایي چې له محکمې یې غوښتنه کړې څو هغه کسان چې مخکې له قضیې خوشې شوي وو، بېرته تر پوښتنو او پلټنو لاندې ونیول شي. دا پېښه وروسته له هغې د خلکو د پام وړ وګرځېده چې د عایشې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخه خپره شوه.