
پاموړسيمه او نړۍ
د پنجاب او اسلاماباد اخلاقي بحران؛ پولیسو ۴۱ تنه د فحشا په تړاو ونیول
احساس نیوز || ١٢ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
اسلاماباد او راولپنډۍ د فحشا او غیراخلاقي فعالیتونو په خطرناکو مرکزونو بدلې شوې دي. تازه د اسلاماباد د لوهي بهیر سیمې پولیسو په عملیاتو کې ۴۱ کسان، چې ۲۶ نارینه او ۱۵ ښځې پکې شاملې دي، د غیراخلاقي فعالیتونو په تور نیولي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ځینې ډلې د څو سوو کلدارو په بدل کې د زنا او فحشا کاروبار پر مخ وړي او آن ډلهییزې غیراخلاقي اړیکې هم په ارزانه بیو تنظیموي.
دا پېښه یو ځل بیا هغه اندېښنې راژوندۍ کړې چې د پاکستان په ځینو ښارونو، په ځانګړي ډول اسلاماباد، راولپنډۍ او د پنجاب په نورو سیمو کې د فحشا او اخلاقي فساد کچه په چټکۍ لوړېږي. پولیسو ویلي چې د دې شبکو پر ضد به خپل عملیات لا پسې پراخ کړي او د ورته فعالیتونو مخنیوي ته به دوام ورکړي.