افغانستانسلايډ

تاتارستان: په افغانستان کې د روسي تجهیزاتو ترمیم او تخنیکي ملاتړ ته چمتو یوو

احساس نیوز || ١١ غبرګولی ١٤۰۵ھ۔ش
د تاتارستان چارواکو ویلي چې چمتو دي په افغانستان کې د استفادې وړ روسي پوځي او تخنیکي تجهیزات ترمیم، رغونه او بېرته فعال کړي. د دوی په وینا، افغانستان ته د دغو تجهیزاتو د پرزو برابرولو، تخنیکي مرستو او د فني او تخصصي زده کړو د پروګرامونو د پلي کولو امکانات هم شته.
د معلوماتو له مخې، تاتارستان د روسي تجهیزاتو د ساتنې او ترمیم په برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ لېوالتیا ښودلې او د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره یې د ګډ کار وړاندیز کړی دی.
بلخوا د افغانستان د ملي دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب مجاهد، د روسیې له لوري له ورته تخنیکي همکاریو سره تړاو لرونکی یو تخنیکي تړون هم لاسلیک کړی، چې موخه یې د پوځي تجهیزاتو د ترمیم، ساتنې او تخنیکي همکاریو پراخول بلل شوي دي.