افغانستان

د عرفې ورځې او لوی اختر په مناسبت ۴ کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه

احساس نیوز || ٣١ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عرفې مبارکې ورځې او نیکمرغه لوی اختر د رخصتیو په مناسبت رسمي خبرتیا خپره کړې ده.
په خبرتیا کې ویل شوي چې د سه شنبې له ورځې د ذوالحجې الحرام له ۹مې (جوزا) څخه تر د ذوالحجې الحرام ۱۳مې (جوزا) پورې، د عرفې ورځې او لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې څلور ورځې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې رسمي ادارې به د یکشنبې په ورځ د ذوالحجې الحرام له ۱۴مې (جوزا ۱۰) څخه بېرته خپل عادي کارونه پیل کړي، ان شاءالله.