افغانستان

جنرال مبین له زندانه خوشې شو

احساس نیوز || ٢٧ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
ویل کېږي، محمد مبین چې په “جنرال مبین” مشهور دی، د محکمې د پرېکړې له مخې په یو نیم کال بند محکوم شوی و او د بند مودې تر بشپړېدو وروسته خوشې شوی دی.
د نوموړي په اړه ویل شوي، چې هغه د خپلو هغو څرګندونو له امله بندي شوی و، چې د حکومت د آدرس پر وړاندې یې کړې وې. همداراز ټینګار شوی، چې دا پرېکړه د ټولو قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته عملي شوې او ټولې قضایي پرېکړې د قانون له مخې پلي کېږي.
سرچینې وایي، د مبین خان خوشې کېدل د هغه د پلویانو له لوري هرکلی شوی او هیله څرګنده شوې چې نوموړی به له دې وروسته خپل فعالیتونه د مشرانو د لارښوونو او نافذه پالیسۍ مطابق پر مخ یوسي.