روغتيا

د ونې لمس او د طبیعت پټه انرژي

احساس نیوز || ٢٣ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
ډېری خلک نه پوهېږي چې د ونې لمس کول، په ځانګړي ډول هغه وخت چې انسان لوڅې پښې پر ځمکه ولاړ وي، د بدن او ذهن لپاره څومره ژوره اغېزه لري. طبیعت له پخوا راهیسې د انسان د ارامتیا او روغتیا سرچینه ګڼل کېږي، خو اوس ګڼ خلک باور لري چې یوازې د ۱۵ دقیقو لپاره له ونې سره نږدې پاتې کېدل د انسان حالت بدلولای شي.
کله چې یو انسان لوڅې پښې پر خاوره ږدي او د ونې تنه لمس کړي، نو بدن یې له طبیعي انرژۍ سره وصل کېږي. ځینې څېړنې ښيي چې دا کار د ذهني فشار، اضطراب او ستړیا په کمولو کې مرسته کوي. د ونو شنه رنګ، تازه هوا او د طبیعت چوپتیا د انسان ذهن ته سکون ورکوي او د زړه درزا هم ارامه کوي.
کارپوهان وایي، طبیعت سره اړیکه یوازې فزیکي ګټه نه لري، بلکې د انسان احساسات هم مثبت لوري ته بیایي. هغه کسان چې له ونو، باغونو او شنو سیمو سره وخت تېروي، اکثره ځان خوشحاله، ارام او له انرژۍ ډک احساسوي. ځکه نو ځینې خلک باور لري چې د ورځې یوازې ۱۵ دقیقې د ونې تر څنګ تېرول، د ژوند په کیفیت کې لوی بدلون راوستلای شي.