سيمه او نړۍګنګوسې

د پاکستان پر منځګړیتوب د امریکا بې‌باوري زیاته شوه

احساس نیوز || ٢٢ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د امریکا مشهور سناتور لینډسی ګراهام ویلي، که هغه راپورونه رښتیا وي چې ایران خپلې الوتکې د پاکستان هوايي اډو ته انتقال کړې، نو واشنګټن باید د پاکستان د منځګړیتوب رول له سره وارزوي. نوموړي پر اېکس لیکلي، د پاکستان د ځینو پوځي چارواکو پخوانیو څرګندونو ته په کتو به د دغو راپورونو رښتیا کېدل د حیرانتیا وړ نه وي.
ګراهم په یوه بله څرګندونه کې ویلي: «زه پر پاکستان هومره باور نه لرم»، او زیاته کړې یې ده چې که ایران خپلې پوځي شتمنۍ د خوندي کولو لپاره د پاکستان اډې کارولې وي، نو امریکا باید د بل منځګړي په لټه کې شي. د هغه په وینا، همدا علت دی چې د ایران او امریکا ترمنځ روانې هڅې کومې پایلې ته نه رسېږي.
د CBS د راپور له مخې، ایران د اپرېل په لومړیو کې د اوربند تر اعلان وروسته څو الوتکې د راولپنډۍ نور خان هوايي اډې ته انتقال کړې وې، چې پکې د RC-130 استخباراتي الوتکه هم شامله بلل شوې ده، بلخوا یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د دغو ادعاوو رد کړی دی.