افغانستانسيمه او نړۍ

اسلامي امارت د عاصم منیر ادعاوې رد کړې

احساس نیوز || ٢١ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد استفاده وکړي او ټینګار یې کړی چې افغان خاوره د سیمې د امنیت پر ضد نه کارېږي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تېره ورځ په راولپنډۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له اسلامي امارته غوښتي وو چې د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې د کارېدو مخه ونیسي.