
سلايډسيمه او نړۍ
اسرائیلو د ایران جګړې لپاره په عراق کې پټه پوځي اډه جوړه کړې وه
احساس نیوز || ٢٠ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د امریکايي ورځپاڼې د وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې، اسرائیلو د ایران پر ضد د هوايي عملیاتو د ملاتړ لپاره د عراق په دښته کې یوه پټه پوځي اډه جوړه کړې وه. ویل کېږي، دغه اډه د ځانګړو ځواکونو او د اسرائیلي الوتکو د لوژستیکي مرکز په توګه کارېدله.
راپور زیاتوي چې دا اډه د امریکا په خبرتیا د ایران پر ضد د امریکا ـ اسرائیلو د جګړې له پیلېدو مخکې جوړه شوې وه. سرچینې وايي، هلته د ژغورنې ځانګړې ډلې هم ځای پر ځای شوې وې، څو که کومه اسرائیلي الوتکه وغورځېږي، پیلوټان وژغوري.
د راپور له مخې، د مارچ په لومړیو کې عراقي ځواکونو د یوې شپانه له راپور وروسته د سیمې د پلټنې هڅه وکړه، خو اسرائیلي ځواکونو پرې هوايي بریدونه وکړل، څو اډه پټه پاتې شي. تر اوسه اسرائیلو په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.