سلايډسيمه او نړۍ

بنو کې پر امنیتي پوستې خونړی برید؛ ۲۹ امنیتي کسان وژل شوي

احساس نیوز || ٢٠ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت بنو ولسوالۍ په فتح خېل سیمه کې د پولیسو او ایف سي ځواکونو پر ګډې پوستې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ امنیتي کسان وژل شوي دي.
راپورونه وایي، تېره شپه یوه بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر له پوستې سره ټکر کړی، چې له امله یې پوسته بشپړه ویجاړه شوې ده. وروسته وسله‌وال بریدګر پوستې ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره یې سخته ډزې کړې دي. د معلوماتو له مخې، درې امنیتي کسان له کنډوالو ژوندي ایستل شوي دي.