احساس نیوز || ١٩ غویی ١٤۰۵ھ۔ش
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد هڅه کوي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او نورو سیمهییزو هېوادونو سره درېاړخیزې او اقتصادي همکارۍ پراخې کړي. نوموړي په لاهور کې د جنوبي اسیا د حسابدارۍ فدراسیون کنفرانس ته د وینا پر مهال اعتراف کړی چې پاکستان نور نه شي کولی په انزوا کې پاتې شي او باید له سیمې سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
اسحاق ډار ټینګار کړی چې د جنوبي اسیا هېوادونه د اقتصادي همکاریو له لارې سترې ګټې ترلاسه کولی شي او د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی. د شنونکو په باور، د پاکستان وروستۍ څرګندونې ښيي چې افغانستان اوس د سیمې په سیاسي او اقتصادي معادلو کې مهم رول خپل کړی او ګاونډي هېوادونه هڅه کوي له کابل سره اړیکې پراخې کړي.
سیاسي څارونکي وایي، د اسلامي امارت متوازن سیاست او د سیمې له هېوادونو سره دوامدار تعامل دې ته لاره هواره کړې چې افغانستان د سیمهییز اتصال او اقتصادي همکاریو په محور بدل شي. د دوی په وینا، د پاکستان له لوري د همکاریو پراخولو غوښتنه د دې څرګندونه کوي چې کابل په سیمهییز سیاست کې ورځ تر بلې برلاسی دریځ خپلوي.