افغانستان
ننګرهار کې د سختو بارانونو له امله ۸ تنه مړه شوي

احساس نیوز | سه شنبه – ١٨ وری ۱۴۰۵ هـ. ش
د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېرو سختو بارانونو او ورسره د کورونو د چتونو د نړېدو له امله لږ تر لږه اته تنه ژوند له لاسه ورکړی دی. د راپورونو له مخې، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او ځايي اوسېدونکي یې سخت اندېښمن کړي دي.
سرچینې وایي، د جلالاباد ښار د انګورباغ په سیمه کې د یوه کور چت د بارانونو له امله راپرېوتی، چې په پایله کې یې پنځه کسان مړه شوي دي. ویل کېږي، قربانیان د همدې کور غړي وو او د پېښې پر مهال په کور دننه موجود وو.
همدارنګه د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک قریې اړوند د پابیانو په کلي کې هم د یوه کور د چت د نړېدو له امله درې ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر اوسه د سیمې مسوولینو د مرګژوبلې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره کړي، خو د نورو احتمالي زیانونو د ارزونې چارې روانې دي.



