
احمد احمدی
د یوویشتمې پېړۍ په پیل کې د لوېدیځې نړۍ سیاسي او فکري تسلط دومره لوړ شو، چې ځینې کمعلمه مسلمانان ترې اغېزمن شول او دې عقیدې ته ورسېدل چې د لوېدیځ له تقلید پرته پرمختګ ناممکن دی. له همدې امله یې په هر کار کې د لوېدیځ ړوند تقلید لازم او ملزوم وګاڼه.
د همدې ړندو تقلیدونو په لړ کې یو هم د اپرېل فول ورځ ده؛ یعنې د اپرېل په دویمه نېټه د یو چا «کمعقل» کول، بل مسلمان ته په ټوکو کې لوی دروغ ویل او دوکه ورکول. دا داسې کار دی چې ډېر وخت د انسانانو د ارزښتمن ژوند د له منځه تلو سبب ګرځي. د دې ورځې له خبرونو او رسنیو څخه هم څرګندېږي چې دا ډول دروغ او دوکې څومره انسانان له ستونزو سره مخ کړي او یا یې ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
خو کمعلمه مسلمانانو هېڅکله دا فکر نه دی کړی چې لوېدیځه نړۍ دا ورځ د کومې پېښې په یاد لمانځي. مسلمانان باید په دې پوه شي چې د دې ورځې په اړه یو ډېر خطرناک تاریخي روایت یادېږي.
د روایت له مخې، کله چې عیسویانو هسپانیه له مسلمانانو څخه بېرته ونیوله، نو د مسلمانانو له وینو یې ویالې وبهولې. د عیسویانو پاچا فردیناند اعلان وکړ چې په هسپانیه کې د مسلمانانو ژوند له خطر سره مخ دی او دوی باید کوم بل اسلامي هېواد ته هجرت وکړي. له همدې امله یې ټول مسلمانان په یوه لویه کښتۍ کې سپاره کړل.
یو زیات شمېر مسلمانان، چې د ظلمونو له امله تر پوزې رسېدلي وو، په دې کښتۍ کې سپاره شول. کله چې کښتۍ د سمندر منځ ته ورسېده، د فردیناند عسکرو د باروتو په وسیله کښتۍ سوری کړه، او خپله په هغو وړو کښتیو کې سپاره شول چې له ځانه سره یې راوړې وې. له مسلمانانو ډکه کښتۍ له اوبو ډکه شوه او ډوبه شوه، او په دې ډول زرګونه مسلمانان له منځه یوړل شول.
ویل کېږي چې دا پېښه د اپرېل په دویمه نېټه رامنځته شوې وه، او له هماغې ورځې وروسته عیسوي نړۍ دا ورځ د «فول ډی» یا «کمعقل کولو» ورځې په نوم ونوموله؛ یعنې دوی مسلمانان وغولول او دوکه یې ورسره وکړه.
رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«من تشبه بقوم فهو منهم»
یعنې: څوک چې له کوم قوم سره ځان مشابه کړي، هغه له هماغه قوم څخه ګڼل کېږي.
له همدې امله، څوک چې ځان مسلمان بولي او ځان د رسول الله ﷺ امتي ګڼي، باید د دې حدیث په رڼا کې خپل عمل وڅېړي او له دروغو، دوکې او د نورو د سپکاوي له داسې دودونو څخه ځان وساتي.
نو ټولو مسلمانانو ته پکار ده چې له دې بد کار څخه په کلکه ځانونه وساتي، څو د قیامت په ورځ د حق او رښتینولۍ په صف کې ودرېږي.



