سلايډنظر او تحلیل

د افغانستان د مالي نظام ستونزې او د حل اړتیا

محمد عیسی مبارز

په افغانستان کې یو له اساسي ستونزو څخه دا ده چې مالي بنسټونه اکثره وخت د پېښو وروسته اقدام کوي، نه مخکې له بحران څخه. کله چې په نړیوال بازار کې یوازې لږ بدلون (حتی یو سنټ) رامنځته شي، په داخلي بازار کې نرخونه څو چنده لوړیږي. دا ښيي چې زموږ بازار ثبات، کنټرول، او دقیق میکانیزم نه لري.

د مثال په توګه، کله چې د ډالرو ارزښت په نړيواله بازار کي لږ تغیر وکړي، په افغانستان کې ژر تر ژره د اسعارو نرخونه لوړیږي، خو بیا دولت وروسته مداخله کوي. دا ډول چلند نه یوازې غیر مسلکي دی، بلکې د اقتصاد لپاره زیانمن هم دی.

اصلي ستونزې:

د مخکېني تحلیل او خطر سنجش نشتوالی

کمزوری قانوني چوکاټ او نه تطبیق

د بازار د کنټرول لپاره د واضح میکانیزم نشتوالی

داخلي عوامل (احتکار، بې نظمي، بې باوري)

د نړیوالو معیارونو نه استفاده

نړیوال سیستمونه لکه Basel Committee on Banking Supervision معیارونه ځکه جوړ شوي چې نور هېوادونه د هغو ستونزو سره مخ نه شي چې مخکې تجربه شوي دي. خو په افغانستان کې له دې معیارونو څخه کافي استفاده نه کیږي.

حل لارې:

د بحران مخکې پیشبیني او تحلیل سیستم جوړول

د اسعارو بازار لپاره واضح او عملي قانون او نظارت

د داخلي عواملو (احتکار او مصنوعي لوړوالی) کنټرول

د نړیوالو معیارونو عملي کول، نه یوازې نوم اخیستل

د بازار د هر کوچني بدلون (حتی یو سنټ) دقیق تحلیل

که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو لکه څنګه چې مخکې د سرو زرو او نورو برخو کې تاوان شوی، همدغه اشتباه به بیا تکرار شي.

ورته مطالب