په نږدې ساعتونو کې د تورخم دروازه د کډوالو پر مخ پرانیستل کېږي

احساس نیوز | سهشنبه — ۱۱ وری ۱۴۰۵ هـ.ش
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د تورخم دروازه به په نږدې څو ساعتونو کې د افغان کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شي. ځايي خبریال عبدالعظیم شینواري ویلي، چې پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې وې او نننۍ ناستې هم د دروازې د پرانیستو او د کډوالو د تګ راتګ د اسانتیا په اړه روانې دي.
د راپورونو له مخې، په لنډي کوتل کې د حمزه بابا کمپلکس د افغان کډوالو په مرکز کې د تصفیې او کلیرنس بهیر پیل شوی دی. تر کلیرنس وروسته به افغان وګړي د موټرو له لارې د تورخم دروازې ته ولېږدول شي، څو له هغه ځایه افغانستان ته داخل شي.
سرچینې زیاتوي، چې له یاد مرکز څخه لومړنی فلاینګ کوچ، چې افغان کډوال یې لېږدول، لا دمخه د تورخم پر لور روان شوی دی.
دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي، چې د تورخم دروازې د بندېدو له امله زرګونه افغان کډوال له جدي ستونزو سره مخ شوي وو او د پرانیستو په تمه وو.



