سيمه او نړۍ

نوي ډیلي ته نږدې د لشکر طیبه غړی نیول شوی

احساس نیوز | دوشنبه — ۱۰ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

د هندي رسنیو راپورونه وايي، د لشکر طیبه، چې په نړیواله کچه ترهګره ډله بلل کېږي، یو غړی نن دوشنبه نوي ډیلي ته څېرمه ونیول شو. دغه کس په بنګله‌دېش کې د پاکستان د استخباراتي ادارې “ISI” په لارښوونه د هند ضد فعالیتونه تنظیمول.

نیول شوی کس شبیر احمد لون نومېږي، چې په راجا او کشمیري هم مشهور دی او اصلاً د جمو او کشمیر د سرینګر ولسوالۍ د کنګن اوسېدونکی دی. هندي چارواکي وایي، امنیتي ادارې له نوموړي پلټنې کوي څو د هغه د شبکې پراخوالی، د ګومارنې لارې، د تمویل سرچینې او په هند کې احتمالي اهداف وپېژني.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس په وروستي راپور کې ویلي، پاکستان لا هم ځینې وسله‌والې او ترهګرې ډلې خوندي پټنځایونه لري او د استخباراتي ملاتړ په مټ پر ګاونډیو هېوادونو بریدونه تنظیموي.

ورته مطالب