افغانستانسلايډ

تورخم کې د افغانستان او پاکستان امنیتي چارواکو ګډه ناسته ترسره کړه

احساس نیوز | دوشنبه — ۱۰ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

د ځايي خبریال خانزیب شینواري په وینا، نن د تورخم په سرحد کې د افغانستان او پاکستان امنیتي چارواکو ګډه ناسته ترسره شوه، چې په کې د لارې د بیا پرانیستلو په اړه مشورې وشوې. سرچینې وایي، امکان شته چې سبا هم خبرې دوام ولري.

څو ورځې وړاندې تورخم یوازې د افغان کډوالو لپاره خلاص شوی و، خو د یو پاکستانی عسکر د ټپي کېدو له امله بیا بنده شو. د دروازې بندېدو سره زرهاوو افغان کډوال سختو ستونزو سره مخ دي، ځکه پاکستاني رژیم سخت زوروي او لار یې بنده کړې.

ورته مطالب