سلايډسيمه او نړۍ

بلوچستان کې پر پاکستاني پوځي پوستو پرله‌پسې بریدونه؛ مرګ‌ژوبله او زیانونه اوښتي

احساس نیوز | دوشنبه — ۱۰ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

د راپورونو له مخې، تېره یکشنبه ماښام د بلوچستان ایالت په مستونګ، نوشکي، خاران ولسوالیو او همداراز د مرکز کوټې په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني سرتېرو پر پوستو بریدونه شوي دي. د دغو بریدونو له امله یو ولسي وګړی وژل شوی، پنځه نور ټپیان شوي او اووه پاکستاني سرتېري هم ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي، په یادو بریدونو کې د خاران او نوشکي د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نللیکه هم زیانمنه شوې ده، چې له امله یې په سیمه کې د تګ راتګ او خدماتو پر بهیر اغېز شوی دی.

همداراز، ځایي سرچینو ویلي چې د بلوچستان د واشک ولسوالۍ په شمسي هوايي هډه نن دوشنبه سهار راکټي بریدونه شوي دي، خو تر اوسه د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د بریدونو مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، او د پاکستان ځایي چارواکو هم په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د پاکستاني پوځ پر پوځي مرکزونو د بلوچ ازادي‌غوښتونکو بریدونه دوام لري، چې د سیمې امنیتي وضعیت یې ترینګلی کړی دی.

ورته مطالب