سلايډسيمه او نړۍ

د تبریز او حیفاء پر برېښنا تاسیساتو متقابل بریدونه

احساس نیوز | دوشنبه — ۱۰ وری ۱۴۰۵ هـ.ش

د تازه راپورونو له مخې، تېره شپه او نن د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کې د ایران د تبریز ښار مهم برېښنا پلانټ په نښه شوی دی. ایراني چارواکو ویلي، له برید وروسته رامنځته شوی اور په چټکۍ سره کنټرول شوی او یاد پلانټ بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.

د ایراني رسنیو په وینا، ایران د دغو بریدونو په غبرګون کې د اسرائیلو پر یو شمېر ښارونو توغندیز بریدونه کړي، چې پکې د حیفاء ښار د برېښنا او نفتي تاسیساتو ځینې برخې هم په نښه شوې دي. راپورونه ښيي چې په یاده سیمه کې د اورلګېدنې او زیان پېښې ثبت شوې دي.

د انرژۍ پر مهمو زیربناوو د دغو متقابلو بریدونو له امله په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. نړیوال څارونکي وایي، که دا وضعیت دوام وکړي، نو د منځني ختیځ پر امنیتي او اقتصادي ثبات به پراخ اغېز ولري.

ورته مطالب